له افغان پولې سره لګیدلی ازغن تار به هیڅکله لیرې نه کړو
له افغانستان سره د پاکستان په ګډو پولو کې د کلائي د جوړولو لپاره ئې ډير لګښت کړی او تر دې د مه د ترهه ګرو په حملو کې دپاکستان زیات شمیر پوله ساتونکي وژل شوي دي .
زمونږ خبریال د ایکسپریس نیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پاکستان او افغانستان په پولې کې د لګیدلي ازغن باړ د حذفولو لپاره د طالبانو د غوښتنې په غبرګون کې ووئیل اسلام اباد له دغه شان غوښتنې سره مخالف دی،ځکه دغه ازغن تار دپولې دمدیّریت دپیاوړي کولو او دغیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي په موخې سره لګول شوی دی .
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده ، له افغانستانه د امریکائی پوځیانو له وتلو وروسته ، د اسلام اباد مسئولیّت زیات شوی دی ،ځکه پّ دغه هیواد کې امنیت او ثبات ، د پاکستان او سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروري دی .
هغه جوته کړې ده ، له افغانستان سره د پاکستان په ګډو پولو کې د کلائي د جوړولو لپاره ئې ډير لګښت کړی او تر دې د مه د ترهه ګرو په حملو کې دپاکستان زیات شمیر پوله ساتونکي وژل شوي دي .
شیخ رشید احمد همداراز د داعش پشمول د افغانستان په خاورې کې دترهه ګرو ډلو په شتون اندیښنه ښودلې او وئیلي ئې دي ، په دې زمینې کې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره په تماس کې یوو .
پاکستان له دې مخکې له افغانستان سره ددغه هیواد په پولې کې د ازغن تار او نورو خنډونو تر نوي فی صده جوړولو خبر ورکړی ؤ .