د طالبانو حکومت به د سولې او د امنیت لپاره کار وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105412-د_طالبانو_حکومت_به_د_سولې_او_د_امنیت_لپاره_کار_وکړي
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د طالبانو لخوا د نوي حکومت له اعلانیدا وروسته پاکستان په لومړي رسمي څرګندونو کښې پرون هیله وکړه چې د طالبانو نوی حکومت به په هیواد کښې د سولې او د امنیت لپاره کار وکړي او د خپلو خلکو بشري مرستو ته ځواب ووايي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2021 01:40 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت به د سولې او د امنیت لپاره کار وکړي

زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د طالبانو لخوا د نوي حکومت له اعلانیدا وروسته پاکستان په لومړي رسمي څرګندونو کښې پرون هیله وکړه چې د طالبانو نوی حکومت به په هیواد کښې د سولې او د امنیت لپاره کار وکړي او د خپلو خلکو بشري مرستو ته ځواب ووايي .

د پاکستان خارجه وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل مونږ په کابل کښې د موقته حکومت د جوړیدا په هکله د طالبانو له اعلان څخه خبر شوي یوو کوم به چې د حکومت د جوړښت ضرورتونو ته ځواب ووایي چې د افغانستان د خلکو  بیړنی ضرورت پوره کړي .

د پاکستان خارجه وزارت زیاته کړه اسلام اباد به له نږدې څخه په ګاونډي هیواد افغانستان حالات تعقیب کړي .

دغه راز پاکستان پرون وویل چې دغه هیواد به په دریو (۳) سي یوسل دیرش (C-    130) ډوله الوتکو کښې د افغانستان د خلکو لپاره بشري  مرستې چې خوراکي توکي او درمل پکښې شامل دي واستوي .

بل خبر دا چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان له اوسنیو حالاتو سره د مرستې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ډله ییزې همفکرۍ غوښتنه وکړه .

قریشي پرون په اسلام اباد کښې د ایران په ګډون سره د افغانستان د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په اینټرنیټي غونډې کښې د افغانستان په ثبات کښې د ګاونډیو هیوادونو د نیغ په نیغه ونډې او رول باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل د ګاونډیو هیوادونو ډله ییز تفکر د افغانستان له حالاتو سره د مرستې لپاره د یوه (۱) غږمله کړچار د رامینځته کیدا سبب کیږي .

په دغه اینټرنیټي غونډې کښې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ، د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ یي او دغه راز د تاجیکستان د ترکمنستان او د ازبکستان خارجه وزیرانو ګډون درلود .