پاکستان کښې د استخباراتي ادارو د مشرانو غونډه شوي
زمونږ خبریال وايي پاکستان په تیرې شنبې ورځ د افغانستان د حالاتو په هکله د ځینو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو د مشرانو غونډه ترسره کړي وه .
د دغو غونډې په هکله هیڅ رسمي بیانیه نه ده خپره شوي خو یوې (۱) استخباراتي سرچینې دغه خبره تائید کړه چې په پاکستان کښې د ځینو خارجي هیوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو غونډه شوي ده .
دغه سرچینې وویل په دغه غونډې کښې د روسیې د چین د ایران او د ځینو مرکزي اسیا هیوادونو د جاسوسۍ ادارو مشرانو ګډون درلود .
د پاکستان دغه استخباراتي سرچینې زیاته کړه د اسلام اباد لخوا د ځینو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو د مشرانو د غونډې جوړول په سیمه او افغانستان کښې د پاکستان خلوص نندرې ته وړاندې کوي .
په دغه غونډې کښې د افغانستان په سرحدونو کښې امنیت ته په اړونده چارو باندې غور وشو .
دغه راز د پاکستان د کورنیو چازو وزیر شیخ رشید احمد هم په یوه خبري کانفرنس کښې وویل چې د دوو () سترو قدرتونو په شمول د اتو() هیوادونو د جاسوسۍ ادارو مشرانو په تیرې شنبې ورځ اسلام اباد ته سفرونه کړي وو .