د پاکستان ولسمشر د اسلامي ایران قدرونه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سیمې او د نړۍ په مهمو مسائیلو کښې له اسلام اباد څخه د تهران د دائمي ملاتړ قدرونه وکړه .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تحریک انصاف د حکومت د څلورم (۴) کال د پیلیدا په مناسبت وینا کښې د دغه هیواد د ولسي او مشرانو جرګې په ګډې غونډې کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د ترکیې ، د اذربایجان جمهوریت او چین په څنګ کښې د پاکستان وروڼه هیوادونه دي چې تل په سختو شیبو کښې د پاکستان په څنګ کښې ولاړ دي .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د ایران د ملاتړ په قدرونې سره وویل تحریک انصاف ګوند په تیرو څو کلونو کښې تل د مخ ته پراتو چیلنجونو د حل لپاره د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو د مشارکت پرضرورت ټینګار کړی او دغه اصل یې د خپلو خارجي او داخلی سیاستونو په بیانونو کښې ورزیات کړی دی .
د پاکستان ولسمشر علوي دغه راز په دوام کښې د افغانستان حالت د سیمې مخ ته پروت تر ټولو مهم چیلنج وباله او ویې ویل نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرستې پیل کړي او هغوې په دغو ناهیلي کونکو شرایطو کښې یوازې پرې نه ږدي ځکه چې دغه تاوان به د انساني کړکیچ سبب شي .