افغانستان ته د پاکستان صادرات تر دوه چنده زیات شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105756-افغانستان_ته_د_پاکستان_صادرات_تر_دوه_چنده_زیات_شول
سرچینې ویلي: مخکې په دومره وخت کې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه ۴۷۵ لاریو ته رسیده، خواوس دا کچه څه باندې ۱۱ سوو لاریو ته رسیدلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2021 10:38 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان صادرات تر دوه چنده زیات شول

سرچینې ویلي: مخکې په دومره وخت کې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه ۴۷۵ لاریو ته رسیده، خواوس دا کچه څه باندې ۱۱ سوو لاریو ته رسیدلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنیدو سره، په دغه هېواد کې د پاکستان د سوداګریزو توکیو بازار بیا په پراخیدو دی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې نن لیکلي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په تېرو دوه اونیو کې د خیبر پر درې جلال اباد ته د دوی د سوداګریزو صادراتو کچه حتی له دوه چنده کیدو هم لا زیات شوي.

سرچینې ویلي: مخکې په دومره وخت کې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه ۴۷۵ لاریو ته رسیده، خواوس دا کچه څه باندې ۱۱ سوو لاریو ته رسیدلې ده.

ویل شوي، چې په دغو لاریو کې تر ډېره خوراکي او نور لومړني توکي شامل دي.

د افغانستان مخکینی حکومت، چې د پاکستان د منزوي کولو ادعاوې یې لرلې، دغه هېواد سره یې د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څه باندې یو نیم میلیارده ډالرو څخه شاوخوا ۷ سوه میلیونه ډالرو ته را ټیټه کړې وه.