د ایران او پاکستان ترمینځ پیله وري سرحد بیرته خلاص شو
د ایران له میرجاوې سره د پاکستان په تفتان سرحدي سیمه کښې پیله وري لاره د دواړو هیوادونو د سرحد میشتو ترمینځ بې له عوارضو د تجارت د اسانتیا په موخه خلاصه کړې شوه
د ایران له میرجاوې سره د پاکستان په تفتان سرحدي سیمه کښې پیله وري لاره د دواړو هیوادونو د سرحد میشتو ترمینځ بې له عوارضو د تجارت د اسانتیا په موخه خلاصه کړې شوه
د چاغي په سرحدي سیمه کښې د پاکستان او ایران د سرحدي مسئولانو له کتنې وروسته (پیله وري) لاره له پرون څخه دوباره خلاصه شوه او اوس سوداګر په تیره بیا د پولې د دواړو خواو اوسیدونکي په اسانې سره د اړیتا وړ شیان واردولی شي.
د ویلو ده چې پيله وري سرحدي معبر له تیرو شپږو میاشتو راهیسې بند و چې له امله یې د ایران او پاکستان د سوداګرو په تیره بیا د بلوچستان صوبې د اوسیدونکو لپاره چې د خپل بنیادي ضرورت سامان له ایران څخه واردوي، ډیرې ستونزې رامینځته شوې وې.