د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان حالات کړکیچن وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105952-د_پاکستان_لومړي_وزیر_د_افغانستان_حالات_کړکیچن_وبلل
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کښې د انساني حالت د خرابیدا په اړه خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2021 09:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان حالات کړکیچن وبلل

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کښې د انساني حالت د خرابیدا په اړه خبرداری ورکړ .

عمران خان نن ټینګار وکړ که چیرې نړیواله ټولنه په افغانستان کښې موجوده حالته ته کافي پام ونکړي ممکنه ده انساني کړکیچ او کورنی جنګ پیل شي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړ بې ثباته او ګډوډ افغانستان به د ترهګرو لپاره ایډیل ځای وي او د ټولې سیمې او دنیا او په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو لپاره به  جدي ګواښ وي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  شاه محمود قریشي هم نن په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د غونډو په څنګ کښې په افغانستان کښې د انساني کړکیچ او د کډوالۍ د لمن د پراخیدا د احتمال په هکله د اسلام اباد اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل  د پاکستان د لسګونو زره خلکو په وژل کیدا سره اسلام اباد په انساني سویه درنه بیه ورکړه .