که پراخ بنسټه حکومت جوړ نشي افغانستان به جنګ سره مخ شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105970-که_پراخ_بنسټه_حکومت_جوړ_نشي_افغانستان_به_جنګ_سره_مخ_شي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړ که چیرې طالبان د ټول شموله حکومت په جوړولو کښې ناکامه شول نو افغانستان له کورني جنګ سره مخامخ کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2021 11:55 Asia/Kabul
  • که پراخ بنسټه حکومت جوړ نشي افغانستان به جنګ سره مخ شي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړ که چیرې طالبان د ټول شموله حکومت په جوړولو کښې ناکامه شول نو افغانستان له کورني جنګ سره مخامخ کیدلی شي .

عمران خان وویل که چیرې طالبانو د افغانستان ټولې ډلې په حکومت کښې شاملې نکړې زر یا په ځنډ سره به دوې له کورني جنګ سره مخ شي .

هغه د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو لپاره د پاکستان لخوا یوشمیر شرطونه مطرح کړل .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګاوندي هیواد افغانستان کښې له نوي حکومت څخه وغوښتل چې دغه حکومت ټول شموله وي او د بشري حقوقو احترام دې وکړي .

هغه د افغانستان طالبانو ته یادونه وکړه چې افغانستان باید د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل نشي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ وکړي .

څرنګه چې طالبانو څو ورځې مخکې انجلۍ ښوونځیو ته له تلو منع کړي او یوازې هلکانو ته یې اجازه ورکړي وه چې ښوونځیو ته لاړ شي نو عمران خان په دې هکله وویل زه باوري یم چې د افغانستان انجلۍ به زر د دې جوګه وي چې ښوونځیو ته لاړې شي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل په افغانستان کښې له زده کړې د ښځو محرومول به غیر اسلامي چاره وي .