نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیّت وپيژني
د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا له امریکا ، ائي ایم ایف او نورو هغو هیوادونو څخه چې دافغانستان شتمنۍ ئې تړلي دي ،غوښتي ، څو دغه شتمنۍ دې سملاسي آزادې کړي څو د افغانستان ولس له لوږې او بې وځلۍ وژغورل شي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی چې د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په غونډې کې دګډون لپاره نیویارک ته تللی ، وئیلی دي ،نړیواله ټولنه باید داسې لارې چارې پيدا کړي ، چې د طالبانو دسیاسی رواوالی اووروسته له دوي سره دخبرواترو لامل شي .
د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا له امریکا ، ائي ایم ایف او نورو هغو هیوادونو څخه چې دافغانستان شتمنۍ ئې تړلي دي ،غوښتي ، څو دغه شتمنۍ دې سملاسي آزادې کړي څو د افغانستان ولس له لوږې او بې وځلۍ وژغورل شي .
داپه داسې حال کې دي چې د نړۍ هیوادونو د افغانستان د ولس د روا نماینده په توګه دطالبانو د منلو اصلی وارمخکې شرطونه ، دبشری حقوقو ر رعایتول ، ټولشموله حکومت جوړول او د ترهه ګرۍ د امن په ځاي د ا فغانستان نه بدلیدا بللی دي .
همداراز په یوله بل خبر کې فارس خبريي آژانس راپور ورکړی ، د ملګروملتو امنیت شورا پرون د امریکا په غوښتنې سره ،د افغانستان د طالبانو د څوارلسو لوړپوړو مسئولانو پر سفرونو دبندیز د غوښتنې په باب بحث کړی او د دغو کسانو پر مسافرت لګیدل شوی بندیز ئې ددسمبر تر ۲۳ نیټې پورې یعني تر نوي ورځو پورې یو ځل بیا تمدید کړ .