پاکستان د کابل اسلام اباد ترمینځ  له هوائي  الوتونو سره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106178-پاکستان_د_کابل_اسلام_اباد_ترمینځ_له_هوائي_الوتونو_سره_موافقه_وکړه
 پاکستان  په دغه اقدام سره لومړنی هیواد دی چې  په افغانستان کې  دطالبانو واک ته له رسیدو ورسوته  د دواړو هیوادونو ترمینځ دمسافري الوتونو  سره  ئې موافقه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 27, 2021 15:38 Asia/Kabul
  • پاکستان د کابل اسلام اباد ترمینځ  له هوائي  الوتونو سره موافقه وکړه

 پاکستان  په دغه اقدام سره لومړنی هیواد دی چې  په افغانستان کې  دطالبانو واک ته له رسیدو ورسوته  د دواړو هیوادونو ترمینځ دمسافري الوتونو  سره  ئې موافقه کړې ده .

 ډاډن نیوز  خبری اژآنس راپور ورکړ ، د پاکستان   ایوی ایشن شرکت  پاکستان ته د افغانستان   کام ایر هوائي شرکت  له مستقیمو الوتونو له پیلولو سره  پخلا شو . 

ر اپور ښئ  دافغانستان کام ایرتر ټولو ستر هوائي شرکت  توانیدلی ،  د کابل اسلام اباد ترمینځ  د  خپلو مستقیمو الوتونو  دبیرته پیلولو  اجازت ترلاسه کړي .

د پآکستان د هوافضا دټرانسپورتي شرکت یا پاکستان ایوي ایشن کمپنۍ     مدیر عرفان صابر  له رسندویو سره په خبرو کې ووئيل د افغانستان دغه  هوائي  شرکت ،  به له دې وروسته  په اونۍ کې د اسلام اباد  کابل ترمینځ   مستقیم درې الوتونه  ولري . 

 پاکستان  په دغه اقدام سره لومړنی هیواد دی چې  په افغانستان کې  دطالبانو واک ته له رسیدو ورسوته  د دواړو هیوادونو ترمینځ دمسافري الوتونو  سره  ئې موافقه کړې ده .

 په همدې زمینې کې د طالبانو دخارجه وزارت  ویندوي عبدالقهار بلخي   هم پرون وئیلي وو ، دکابل نړیوال هوائي ډګر  دمګړۍ  دنړیوالو الوتونو  لپاره  بشپړ تیار دی او درستې هوائي کرښې  خپل الوتونه  بیره پیلولی شي .