پاکستان غواړي طالبان په اقتصادي پروژې کښې شامل شي
په افغانستان کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کښې ویلي دي چې اسلام اباد د چین او پاکستان په اقتصادي کوریډور سي پیک (cpec)پروژې کښې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د حکومت د شاملیدا لپاره له دغه ډلې سره خبرې کړي دي .
هغه وویل د سیمې د هیوادونو له یوبل سره ګنډل د افغانستان د طالبانو له مشرانو سره زمونږ د خبرو اترو مهم عنصر دی او دغه چاره له افغانستان سره د زمونږ د اقتصادي تعامل لپاره مخ ته پرته لاره ده .
په افغانستان کښې د افغانستان سفیر منصور احمد خان وویل د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور پروژه مهمه پروژه ده او د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د بیخ بنایانو د برابرولو لپاره ښه بالقوه او ښه فرصتونه برابروي او دغه پروژه جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سیمې سره وصلوي .
په تیرو څو ورځو کښې د پاکستان د چین او د روسیې استازیو د طالبانو له استازیو سره خبرې کړي دي او امنیت او اقتصادي پراختیا په دغو خبرو کښې دوې (۲) مهمې موضوعګانې وې چې مطری شوي دي او دغه درې(۳) هیوادونه احتمال شته چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي .
په افغانستان کښې د پاکستان سفیر وویل اسلام اباد هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي چې د پاکستان د بانک د سیسټم پرضد نړیوال بندیزونه ختم کړي .
پاکستان تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل به وروسته ترسره شي ځکه چې پاکستان د نړیوالې ټولنې یوه (۱) برخه ده .