عمران خان اشرف غني فاسد اوکمزورې وباله
د پاکستان لومړی وزیر وویل په تیر وخت کې هغه ډلې چی د پاکستان لپاره ګواښ حسابیدلې د هندوستان او افغانستان د استخباراتی ادارو لخوا په پاکستان د حملې لپاره ملاتړ کیدلې .
د افغانستان د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان د اوسنی وضعیت مسول اشرف غني معرفی کړ .
عمران خان اشرف غنی کمزورې او فاسد وباله او زیاته یې کړه د اشرف غنی حکومت چی په خلکو کې رواوالې نه درلود ،په دغه هیواد کې د پیښ شوی وضعیت اصلی عامل دی .
د پاکستان لومړی وزیر وویل په تیر وخت کې هغه ډلې چی د پاکستان لپاره ګواښ حسابیدلې د هندوستان او افغانستان د استخباراتی ادارو لخوا په پاکستان د حملې لپاره ملاتړ کیدلې .
عمران خان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا په افغانستان کې د ثبات او سولې د تامین زمینه جوړونکی وبلله او زیاته یې کړه نن چی افغانستان په دوې لارۍ کې دې باید راتلونکی ته ووینو تر څو په دغه هیواد کې د تاوتریخوالی او نښتې مخه ونیسو .