د افغانستان په جنګ کې د امریکابریالیتوب ناممکن ؤ 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106254-د_افغانستان_په_جنګ_کې_د_امریکابریالیتوب_ناممکن_ؤ
 د پاکستان لومړي وزیر  وئيلي ديۍ ، نړیوال  دې  په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره   په دغه هیواد کې  دطالبانو ډلې  له موقته حکومت سره تعامل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2021 10:00 Asia/Kabul
  •  د افغانستان په جنګ کې د امریکابریالیتوب ناممکن ؤ 

 د پاکستان لومړي وزیر  وئيلي ديۍ ، نړیوال  دې  په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره   په دغه هیواد کې  دطالبانو ډلې  له موقته حکومت سره تعامل وکړي .

 ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  د واشنګټن پوسټ لپاره په یوې لیکنې کې  په افغانستان کې  د امریکا ناکامۍ ته په اشارې سره  زیاته کړې ده ،  واشنګټن  په افغانستان کې د ناکامۍ او خپلې غلطې سټراټژۍ  پر محاسباتو د برغولی د کیښودلو لپاره   ګرَموالی  د پاکستان د حکومت پر غاړه  اچوي .

 د پاکستان لومړي وزیر  وئيلي ديۍ ، نړیوال  دې  په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره   په دغه هیواد کې  دطالبانو ډلې  له موقته حکومت سره تعامل وکړي .

 امریکا او متحدانو ئې په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او  دامنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد لښکر کشي وکړه او دغه نیواکګري ،  دافغانستان د اقتصادي بیخ بینائیو د نابودۍ ،جنګ جګړو  سبب شوه او  ناکراري ، ترهه ګري او د نشه ایزوم وادو  تولید ئې په اوڅاره  توګه  زیات کړ .

  امریکائي ترهه ګر پوځیان په نهایت کې  له شل کلنې نیواکګرۍ وروسته ، داګست په وروستیو کې په ډيرې بې شرمۍ  او سرټيتي سره  له افغانستانه ووتل . د اګست په پنځلسمه  نیټه طالبانو ډلې  په افغانستان کې قدرت په لاس کې واخست .