عمران خان  دخپل هیواد له پاکستاني ضد طالبانوسره  دپخلاکیدا هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106384-عمران_خان_دخپل_هیواد_له_پاکستاني_ضد_طالبانوسره_دپخلاکیدا_هڅه_کوي
 له دې مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په  یولړ څرګندونو کې وئيلي وو  چې که  تحریک طالبان  له شر غواړو  کارونو لاس واخلي او وسله پر مځکه کیږدي ، نو  دوي ته د عام معافۍ ورکولو امکان شته دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2021 04:24 Asia/Kabul
  • عمران خان  دخپل هیواد له پاکستاني ضد طالبانوسره  دپخلاکیدا هڅه کوي

 له دې مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په  یولړ څرګندونو کې وئيلي وو  چې که  تحریک طالبان  له شر غواړو  کارونو لاس واخلي او وسله پر مځکه کیږدي ، نو  دوي ته د عام معافۍ ورکولو امکان شته دی .

   ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان لومړي وزیر  عمران خان پرون په داسې حال کې چې   د پاکستان د تحریک طالبانو  غیر قانوني ډلې له وګړو سره د پخلاینې لپاره هڅه کوي ، وئيلي دي ، مونږ  د تحریک طالبان  دغیر قانوني ډلې له ځینو وګړو سره  چې  په سولې او پخلاینې پسې دي ، خبرې اترې پیل کړي دي  او  دا اقدام د سولې  دټينګیدا په موخې سره ترسره کیږي ،دپآکستان په تحریک طالبان ډلې کې  مختلفې څانګې  دسولې غوښتونکي او  دمونږ له حکومت سره د  روغې جوړې  نیّت لري ، پر دې اساس  مو ورسره خبرې پیل کړي دي .

 له دې مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په  یولړ څرګندونو کې وئيلي وو  چې که  تحریک طالبان  له شر غواړو  کارونو لاس واخلي او وسله پر مځکه کیږدي ، نو  دوي ته د عام معافۍ ورکولو امکان شته دی . په دې پسې د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم  پخپلو څرګندونو کې  دغه شان نرمه  لهجه  کارولې ده .

 داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان مختلفو مذهبی او سیاسي ټولنو د پاکستان د  مرکزي حکومت ددغې مرموزې پالیسۍ باندې سخت غبرګونونه ښودلي دي ،او وئيلي ئې  دي چې که   د تحریک طالبان ورانکارو وګړو ته  عام معافي ورکړل شي  چې  د افغانستان د طالبانو په مینځګړ یتوب  ورسره خبرې کیږي، نو  دهغو څه دپاسه اویا زره شهیدانو  او  په لسګونو زره نورو ټپيانو او دغه راز د میلیونونو ډالرو تاوانونو  باندې به چې دپاکستان  ولس د خپل هیواد  او ناموس ددفاع په خاطر قرباني کړي ،  اوبه  وبهیږي او  پاکستان ته به یو ځل بیا د ترهه ګرو او ورانکارو تګ راتګ  زیات شي  او د پاکستان ولس به یو ځل بیا له ترینګلتیاؤ او  اړۍ ګړئ سره مخامخ شي .