پاکستاني طالبانو حکومت ته د پحلاینې لپاره ۳ شرطونه ایښي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106404-پاکستاني_طالبانو_حکومت_ته_د_پحلاینې_لپاره_۳_شرطونه_ایښي_دي
د راپورونو له مخې، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پیلېدو لپاره منځګړتوب کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • پاکستاني طالبانو حکومت ته د پحلاینې لپاره ۳ شرطونه ایښي دي

د راپورونو له مخې، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پیلېدو لپاره منځګړتوب کړی دی.

ځینې راپورونه وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک څو ساعته وروسته له دې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې حکومت یې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، درې ورځینی اوربند اعلان کړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک،چې له څو بېلابېلو ډلو جوړ دی او د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي، زرګونه کسان په افغانستان کې هم لري.

د راپورونو له مخې، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پیلېدو لپاره منځګړتوب کړی دی.

د پاکستان حکومت وېره لري چې پاکستاني طالبان به د افغان طالبانو د فشار په نتیجه کې له داعش سره لاس یو کړي.

پاکستاني طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي چې د پاکستان له حکومت سره د دوی اوربند د اکتوبر په ۲۱ پای ته رسېږي خو که د دواړو خواوو ترمنځ خبرو پرمختګ وکړ، ممکن د اوربند موده اوږده شي.

راپورونه وايي چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو یوولس کسیز پلاوی، د افغان طالبانو ځینې چارواکي او یو شمېر قبایلي مشران ګډون لري.

یوه قبایلي مشر، چې د خبرو له بهیره خبر و، وویل چې پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پاکستان ته درې شرطونه ایښي دي؛ له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کولو د پرېکړې بېرته اخیستل، ټي ټي پي ته اجازه ورکول چې په قبایلي سیمو کې وسلې له ځان سره ولري او د دغه تحریک د ټولو بندیانو خلاصون.

خو له دې سره سره پرون په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په کاروان په وسله وال برید کې د ایف سي (ملېشه) څلور عسکراو یو پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه د سپین وام تحصیل په لیرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو په امنیتي سرتېرو هغه مهال برید وکړ چې دوی سیمې ته د تلاشۍ لپاره روان ول. په وژل شویو کې حوالدار زاهد، حوالدار اشتیاق، لانس نایک مجید، لانس نایک والي او یو پولیس اهلکار شامل دي.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني د برید مسوولیت منلې دی. هغه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني په عین حال کې رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د هغوی د مشرتابه لخوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.

خو د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې پورې اوربند دی نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو ډډه وکړي.