ایران و پاکستان دسیمه ایزواړیکو دپراختیا په اړه موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106526-ایران_و_پاکستان_دسیمه_ایزواړیکو_دپراختیا_په_اړه_موافقه_وکړه
د پاکستان مرستیال خارجه وزیر  په دغې کتنې کې د کشمیر له مسلمانانو  په تیره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له خوا  د دوامدار ملاتړ هم ستاینه او قدرونه وکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 06, 2021 08:32 Asia/Kabul
  • ایران و پاکستان دسیمه ایزواړیکو  دپراختیا په اړه موافقه وکړه

د پاکستان مرستیال خارجه وزیر  په دغې کتنې کې د کشمیر له مسلمانانو  په تیره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له خوا  د دوامدار ملاتړ هم ستاینه او قدرونه وکړه .

ایرنا خبري آژانس  راپور ورکړ ،د ایران  او پاکستان  دخارجه وزیرانو مرستیالانو ،د دوو اړخیزو  اړیکو   د پراختیا او همداراز د افغانستان پشمول دسیمې د مسئلو د لارو چارو دلټولو په باب  سره موافقه  وکړه .

 دپاکستان خارجه وزارت  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د ایران او پاکستان د دوو اړخیزو سیاسی خبرواترو یولسم پړاؤ د ایران د دمرستیال خارحه وزیر علی باقری کني او دپاکستان د مرستیال خارجه وزیر سهیل محمود  په مشرۍ په اسلام اباد کې ترسره شوی .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دواړو لورو د سیاسی ،اقتصادي ، تجارتي ، ټرانسپورټي ، امنیتی ، انرژۍ ، تعلیمي  او د ولسونو د ارتباطاتو  پشمو ل په درستو زمینو کې د دوواړخیزو اړیکو پراختیا و ارزوله . 

باقري کني او سهیل محمود  په دغې ناستې کې سره موافقه وکړه ، ایران او پاکستان  په افغانستان کې  د سولې اوثبات لپاره د هلوځلو دپیاوړتیا په باب   په دوه اړخیزه او سیمه ایزه سویه  سره غږمله شي .  همنداراز موافقه وشو ه چې ایران او پاکستان   د  دوو اړخیزو مبادلاتو د اوسنی بهیر     لوړه سوه   وساتي  او د اقتصاد پشمول په مختلفو زمینو کې  متقابلې ښې ملګرتیاوې لاپراخې  کړي . د پاکستان مرستیال خارجه وزیر  په دغې کتنې کې د کشمیر له مسلمانانو  په تیره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له خوا  د دوامدار ملاتړ هم ستاینه او قدرونه وکړه .