ایران و پاکستان دسیمه ایزواړیکو دپراختیا په اړه موافقه وکړه
د پاکستان مرستیال خارجه وزیر په دغې کتنې کې د کشمیر له مسلمانانو په تیره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له خوا د دوامدار ملاتړ هم ستاینه او قدرونه وکړه .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ ،د ایران او پاکستان دخارجه وزیرانو مرستیالانو ،د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا او همداراز د افغانستان پشمول دسیمې د مسئلو د لارو چارو دلټولو په باب سره موافقه وکړه .
دپاکستان خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د ایران او پاکستان د دوو اړخیزو سیاسی خبرواترو یولسم پړاؤ د ایران د دمرستیال خارحه وزیر علی باقری کني او دپاکستان د مرستیال خارجه وزیر سهیل محمود په مشرۍ په اسلام اباد کې ترسره شوی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دواړو لورو د سیاسی ،اقتصادي ، تجارتي ، ټرانسپورټي ، امنیتی ، انرژۍ ، تعلیمي او د ولسونو د ارتباطاتو پشمو ل په درستو زمینو کې د دوواړخیزو اړیکو پراختیا و ارزوله .
باقري کني او سهیل محمود په دغې ناستې کې سره موافقه وکړه ، ایران او پاکستان په افغانستان کې د سولې اوثبات لپاره د هلوځلو دپیاوړتیا په باب په دوه اړخیزه او سیمه ایزه سویه سره غږمله شي . همنداراز موافقه وشو ه چې ایران او پاکستان د دوو اړخیزو مبادلاتو د اوسنی بهیر لوړه سوه وساتي او د اقتصاد پشمول په مختلفو زمینو کې متقابلې ښې ملګرتیاوې لاپراخې کړي . د پاکستان مرستیال خارجه وزیر په دغې کتنې کې د کشمیر له مسلمانانو په تیره د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له خوا د دوامدار ملاتړ هم ستاینه او قدرونه وکړه .