نړیواله ټولنه باید د طالبانو له موقته حکومت سره تماس ولري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106602-نړیواله_ټولنه_باید_د_طالبانو_له_موقته_حکومت_سره_تماس_ولري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف (Moeed Yusuf) نن د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې میرمن وینډي شیرمان (Wendy Sherman) سره په کتنې کښې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره تماس ټینګ کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 09:39 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د طالبانو له موقته حکومت سره تماس ولري

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف (Moeed Yusuf) نن د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې میرمن وینډي شیرمان (Wendy Sherman) سره په کتنې کښې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره تماس ټینګ کړي .

د پاکستان  حکومتي راډیو وویل د امریکا او د  پاکستان دغو دوو (۲) چارواکو په دغه کتنې کښې د واشنګټن او د اسلام اباد ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کیدا په هکله خپله اراده څرګنده کړه .

د امریکا پلاوي له افغانستان څخه د خارجي هیوادونو د وګړو په ایستلو کښې د پاکستان د کوششونو او د افغانستان له کډوالو سره د اسلام اباد د مرستې ستاینه وکړه .

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف دغه راز د امریکا د خارجه وزیر له مرستیالې  وینډي شیرمان سره په کتنې کښې وویل د هندوستان تر کنټرول لانتدې کشمیر کښې د نوي ډیلي د بشري حقوقو خلاف ورزیانې د سیمې امنیت ته ګواښ پیښوي .

د امریکا د خارجه وزیر مرستیالې  وینډي شیرمان او ورسره اوه (۷)کسیز پلاوی پرون د دوه (۲) ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی .

د امریکا د خارجه وزیر مرستیاله له دې مخکې د دوه اړخیزه غونډو ، د مدني ټولنې د پروګرامونو او د هندوستان د تفکرونو په غونډې کښې د  ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللي وه .

پاکستان ته د امریکا د دغه چارواکي سفر په ډير حساس وخت کښې ترسره کیږي چې یوې(۱) خوا په افغانستان کښې طالبان واکمن شوي او له بلې په سیمه کښې بدلونونه روان دي .

ډیپلوماټیکو سرچینو وویل د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت له پاکستان سره په خبرو کښې په څلورو (۴) مهمو ټکو یعني  په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو ، له افغانستان سره د نړیوال تعامل ، افغانستان ته د لاسرسي او د ترهګرۍ پرضد د ملګرتیا په هکله تمرکز کوي .