په پاکستان کې د امریکا د ونډي شرمن سوړهرکلی شوی
راپور ښئ په اسلام اباد کې د ونډي شرمن سوړ هرکلی د پاکستان او امریکا ترمینځ دځينو جدي اختلافاتو ښودنه کوي او دا د امریکائي حکومت پر یو اړخیز کړچار او سختیو باندې د پاکستانیانو دبدګمانۍ نښه ده .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د امریکا د خارجه وزیر مرستیالې وینډي شرمن په پاکستان کې په داسې حال کې ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي ، چې د هغې هرکلي لپاره ئې همڅنګ هم نه دی ورغلی .
راپور ښئ په اسلام اباد کې د ونډي شرمن سوړ هرکلی د پاکستان او امریکا ترمینځ دځينو جدي اختلافاتو ښودنه کوي او دا د امریکائي حکومت پر یو اړخیز کړچار او سختیو باندې د پاکستانیانو دبدګمانۍ نښه ده .
په عین حال کې د امریکا د خارجه وزیر مرستیالې ددغه هیواد له خارجه وزیر ، نورو لوړوپوړو چارواکو سره په تیره بیا ددغه هیواد دپوځ له عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لیده کاته کړي ، او دافغانستان او سیمه ایزو حالاتو او دوو ا ړخیزو اړیکو په باب ورسره غږیدلې ده ،خو خبرو سرچینو وئيلي دي ، د امریکا د خارجه وزیر د مرستیالې پاکستان ته سفر د دوي لپاره دومره هیله منونکی نه ؤ څومره چې دوي ئې فکر کاوه ،ځکه دپاکستان لوړپوړي چارواکي په دې پوهه شوي دي چې کله د امریکا ضرورت وي ،نو له پآکستانه لکه د ټیشو پیپر استفاده کوي ، او کله ئې چې کوم چارواکی هند ته په سفر لاړ شي ، نو د پاکستان په ضد سخته لهجه استعمالوي ، چې دا د دوي د منافقت او دوه مخیتوب ښودنه کوي .