پاکستان: د افغانستان او ډيورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106680-پاکستان_د_افغانستان_او_ډيورنډ_کرښې_لپاره_ځانګړې_اداره_جوړوو
پاکستاني رسنيو د صدراعظم عمران خان په حواله لیکلي، چې‏ ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2021 01:07 Asia/Kabul
  • پاکستان: د افغانستان او ډيورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوو

پاکستاني رسنيو د صدراعظم عمران خان په حواله لیکلي، چې‏ ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د افغانستان لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړوي.

ويل شوي، چې دغه کار به د پاکستان د صدراعظم عمران خان په امر تر سره شي.

پاکستاني رسنيو د صدراعظم عمران خان په حواله لیکلي، چې‏ ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

د رسنيو په حواله، ياده پرېکړه د عمران خان په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې، چې د افغانستان د وروستي وضعيت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.