د پاکستان دایټم بم پلارډاکټرقدیر خان له نړۍ سترګې پټې کړې
د پاکستان دغه ۸۶کلن ایټمي ساینس پوه چې دپاکستان د یورانیمو دپخونې د پروګرام بنسټګر هم حسابیږي ، له ۲۰۰۴کال څخه دځينو امنیتی اندیښنو په د لیل تر څارنې لاندې ؤ او په خپل کور کې ساتل کیدۀ او په ټولنیزو دستورو کې د هغه شتون او د هغه په لیدو کاتو هم محدودیتونه لګیدل شوي وو .
ایرنا خبری اژنس راپور ورکړ، د پاکستان رسمي خبري سرچینو وئيلي دي ، د پاکستان غوره ایټمي ساینس پوه او ددغه هیواد د ایټم بم پلار ډاکټر عبدالقدیر خان چې له یوې مودې راهسې له یوې ناروغۍ کړید، نن سهار په اسلام اباد کې په یوه روغتونو کې په ۸۶ کلنۍ کې وفات شو .
دپاکستان دغه ۸۶کلن ایټمي ساینس پوه چې دپاکستان د یورانیمو دپخونې د پروګرام بنسټګر هم حسابیږي ، له ۲۰۰۴کال څخه دځينو امنیتی اندیښنو په د لیل تر څارنې لاندې ؤ او په خپل کور کې ساتل کیدۀ او په ټولنیزو دستورو کې د هغه شتون او د هغه په لیدو کاتو هم محدودیتونه لګیدل شوي وو .
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر او نورو دیني اوسیاسی شخصیتونو د دغه هیواد د ایټمی نیکنالوجۍ دبنسټګر پر مړینې خواخوږي ښودلې او وئيلي ئې دي ، ډاکټر قدیر خان دپاکستان ددفاع او دفاعي پروګرامونو د پیاوړتیال پاره اغیرشیندونکی او تاریخی رول لوبولی دی .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ