د افغانستان او پاکستان ترمینځ تورخم سرحد نن هم بند دی
May 11, 2016 10:55 Asia/Kabul
په تورخم پوله کښې د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو ترمینځ له وروستۍ شخړې وروسته د پاکستان پولیسو دغه لاره بنده کړه.
د افغانستان طلوع نیوز خبر ورکړی چې د دواړو هیوادونو د سرحدی ځواکونو ترمینځ نښته پرون پس له دې پیل شوه چې پاکستانی پوله ساتو نیت درلود د افغانستان په خاوره کښې پوځی تاسیسات ولګوی خو د افغانستان د سرحدی ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
خبر زیاتوی چې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو له نښتې وروسته پاکستانی ځواکونو د تورخم سرحدی لاره بنده کړه. له دغې لارې هره ورځ په زرهاو کسان د دواړو هیوادونو ترمینځ تګ راتګ کوی. د دغه معبر د بندیدو په وجه مسافران دواړو خواو ته له بندو ورونو شاته پاتې دی.