د پاکستان د پخوانی وزیراعظم زوی درې کاله پس کور ته ورسید
May 11, 2016 10:57 Asia/Kabul
د پاکستان د پخوانی وزیراعظم زوی په کابل کښې پاکستانی چارواکو ته وسپارل شو.
له اسلام آباد فارس خبری آژانس خبر ورکړی چې د یوسف رضا ګیلانی زوی علی حیدر ګیلانی چې پرون د افغانستان په غزنی ولایت کښې آزاد شوی و، نن په کابل کښې پاکستانی چارواکو ته وسپارل شو.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا وویل: له کابله د پخوانی وزیراعظم د تښتول شوی زوی د راوستو لپآره یوه ځانګړې الوتکه د خارجه وزارت د چارواکو او د علی حیدر ګیلانی د ورور علی قاسم ګیلانی په شتون سره افغانستان ته لاړه او هغه یې په پاکستان کښې خپل کور ته راستون کړ.
هغه د ۲۰۱۳ کال د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه نامعلومو کسانو تښتولی و او افغانستان ته یې بوولی و.