د ایران او پاکستان دملګرتیاؤ پیاوړتیاد سیمې په ګټه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106730-د_ایران_او_پاکستان_دملګرتیاؤ_پیاوړتیاد_سیمې_په_ګټه_ده
 امیر آبادي فراهاني  دې ته په  اشارې سره چې  د ایران او پاکستان ترمینځ  پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه به ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي،روښانه کړه،د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران  او پاکستان  د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي  مناسباتو د پراختیا  سبب کیږي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان دملګرتیاؤ پیاوړتیاد سیمې په ګټه ده

 امیر آبادي فراهاني  دې ته په  اشارې سره چې  د ایران او پاکستان ترمینځ  پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه به ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي،روښانه کړه،د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران  او پاکستان  د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي  مناسباتو د پراختیا  سبب کیږي . 

د اسلامی ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ  ډلې مشر احمد امیرآبادي فراهاني نن له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئیل ،د ایران او پاکستان د ارتباطاتو لازیاته پیاوړتیا ددرستې سیمې په ګټه ده ،په سیمې کې د تاؤتریخوالی او تفرقې  درامینځةکولو لپاره د  جنایتکار صهیونیسټي رژيم  دهڅې په شمول  په سیمې کې د سولې د دښمنانو هڅې ته په پام سره،مونږ ددو ګاونډیانو په همفکرۍ ،له نزدو پارلیماني او د یوه بل په سیاسی  تعاملاتوسره  ددغو دسیسو او تفرقو  مخه نیولی شو . 

 امیر آبادي فراهاني  دې ته په  اشارې سره چې  د ایران او پاکستان ترمینځ  پياوړی پیوند ټینګ دی او د دواړو هیوادونو ملتونه به ګډو دښمنانو ته د دسیسې اجازت ورنکړي،روښانه کړه،د دواړو هیوادونو دتعاملاتو پیاوړتیا ، د ایران  او پاکستان  د سیاسی ، اقتصاډي ،تجارتي او سرحدي  مناسباتو د پراختیا  سبب کیږي . 

 د ایران او پآکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان ته په سفرکې د افغانستان د حالاتو په شمول د سیمې بدلونونه تعقیبیږي،ووئیل، د ایران او پاکستان د پارلیمانونو اوحکومتونو  ترمینّځ  ارتباطات ، لامل شوي ، څو  دافغانستان په بحث کې  همفکري او د نظر ښه  تبادله وشي .

 د ایران او پاکستان د دوستۍ ډلې مشر او ورسره غړي ، نن پاکستان ته په سفر تللي او ټاکل شوې ده ،نن د پاکستان د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیشن له مشر او غړو او دغه راز د ولسی جرګې له مرستیال مشر او دغه راز له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړي .