جمو او کشمیر ته دې حقیقت موندونکی پلاوی واستول شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i10693-جمو_او_کشمیر_ته_دې_حقیقت_موندونکی_پلاوی_واستول_شی
د پاکستان ولسمشر په اسلام آباد کښې د اسلامی ملګرتیا سازمان د ځانګړی استازی په کتنه کښې وویل چې دغه سازمان دې د بشری حقوقو د حالت د څیړنې لباره یوه حقیقت لټونکې ډله د هند ترکنټرول لاندې کشمیر ته ولیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2016 11:32 Asia/Kabul
  • جمو او کشمیر ته دې حقیقت موندونکی پلاوی واستول شی

د پاکستان ولسمشر په اسلام آباد کښې د اسلامی ملګرتیا سازمان د ځانګړی استازی په کتنه کښې وویل چې دغه سازمان دې د بشری حقوقو د حالت د څیړنې لباره یوه حقیقت لټونکې ډله د هند ترکنټرول لاندې کشمیر ته ولیږی.

تسنیم خبری آژانس د راډیو پاکستان په حواله خبر ورکړی چې ممنون حسین په اسلام آباد کښې د اسلامی هیوادونو د ملګرتیا سازمان د ځانګړی استازی عبدا... بن عبدالرحمان په کتنه کښې په جمو او کشمیر سیمه کښې د انسانی حقوقو د بد حالت په هکله د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان ولسمشر څرګنده کړه: د کشمیر خلک د هندی ځواکونو د تشدد په وجه له ډیرې مودې راهیسې کړیږی.

هغه د اسلامی ملګرتیا له سازمانه وغوښتل چې د بشری حقوقو یوه حقیقت موندونکې ډله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته ولیږی.