جنرال ندیم انجم رسماً د (ای اېس ای) نوی مشر اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107398-جنرال_ندیم_انجم_رسماً_د_(ای_اېس_ای)_نوی_مشر_اعلان_شو
زمونږخبریال وايي د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان دفتر پرون په یوه اعلامیه کې رسماً اعلان کړی چې جنرال ندیم انجم د دې هېواد د پوځي استخباراتو یا (ای اېس ای) نوی مشر ګومارل شوی. په اعلامیه کې راغلي چې جنرال انجم به د نومبر له شلمې (۲۰)نېټې رسماً د جنرال فیض حمید پر ځای خپله نوې دنده پيلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 00:33 Asia/Kabul
  • جنرال ندیم انجم رسماً د (ای اېس ای) نوی مشر اعلان شو

زمونږخبریال وايي د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان دفتر پرون په یوه اعلامیه کې رسماً اعلان کړی چې جنرال ندیم انجم د دې هېواد د پوځي استخباراتو یا (ای اېس ای) نوی مشر ګومارل شوی. په اعلامیه کې راغلي چې جنرال انجم به د نومبر له شلمې (۲۰)نېټې رسماً د جنرال فیض حمید پر ځای خپله نوې دنده پيلوي.

تردې وړاندې د پاکستان پوځ له لوري رسنیو ته ویل شوي وو جنرال ندیم انجم به د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI) د نوي مشر په توګه خپله دنده د اکتوبر له شلمې پیلوي.

خو هغه مهال د لومړي وزیر د دفتر له لوري دغه خبرتیا خپره نه شوه  او ورسره داسې ګنګوسې وې چې د (ای اېس ای) د نوي مشر پر سر د لومړي وزیر عمران خان او پوځ ترمنځ اختلافات دي.

له هغو ګنګوسو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري رسنیو ته ویلي وو، د (ای اېس ای) د مشر ټاکنه د لومړي وزیر په واک کې ده  خو ټینګار یې کړی و چې پر دې موضوع د پوځ او حکومت ترمنځ همغږي شته.

د (ای اېس ای) اوسنی مشر جنرال فیض حمید د پېښور قول اردو (CORPS COMMANDER)مشر ټاکل شوی دی، خو داسې رپوټونه وو چې لومړي وزیر عمران خان غوښتل نوموړی د یو څه مودې لپاره پر خپله دنده پاتې شي.

یاده دې وي چې جنرال فیض حمید په تېره سپتمبر میاشت کې په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی و او هلته یې د افغان طالبانو له مشرانو سره کتلي وو.

دا هغه وخت و چې د افغان طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافونو او ناندریو رپوټونه خپاره شوي وو، او ورسره هم مهاله په پنجشېر کې پوځي عملیات هم روان وو.

هغه مهال ډېرو کسانو پر جنرال فیض حمید تور لګولی و چې د طالب مشرانو ترمنځ د منځګړتوب او د دې ډلې د سرپرستې کابینې پر جوړښت د خبرو لپاره کابل ته تللی و.

ځیو ان دا تور هم لګاوه چې د پاکستان پوځ د (ملي مقاومت جبهې) په نامه د طالب مخالفې ډلې پر ضد د پنجشېر عملیاتو کې هم له طالبانو سره مرسته کړې وه.

په افغانستان او پاکستان کې ګڼو عامو خلکو او شنونکو نیوکه کوله چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر په دا ډول سفرونو سره مخامخ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

خو یاده دې وي چې د پاکستان حکومت او پوځ تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې طالبانو او افغان ولس سره ښې اړیکې غواړي.