په کرکټ کې پَچه افغانستا ن ،خو لوبه پاکستان وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107548-په_کرکټ_کې_پَچه_افغانستا_ن_خو_لوبه_پاکستان_وګټله
د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستانه په پنځو وېکټو وګټله. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2021 20:01 Asia/Kabul
  • په کرکټ کې پَچه افغانستا ن ،خو لوبه پاکستان وګټله

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو کې پاکستان له افغانستانه په پنځو وېکټو وګټله. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې پاکستان د اتلسم اور په وروستي توپ هدف بشپړ کړ.

په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې د پيل لوبغاړي ژر وسوځېدل خو د پای لوبغاړو ګلبدين نايب ۳۵، محمد نبي ۳۵ او نجيب الله ځدراڼ ۲۲ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د پاکستان عماد وسيم دوې، شاهين شاه اپريدي، حسن علي، حارث روف او شاداب خان يوه يوه وېکټه واخيسته. په توپ وهنه کې بيا د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۵۱، فخر زمان ۳۰ او اصف علي چټکې ۲۵ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچونکو کې راشد خان د ۲۶ منډو په ورکولو دوې وېکټې ترلاسه کړې، مجيب رحمان ځدراڼ بيا د ۱۴ منډو په ورکولو سره يوه لوبغاړی وسوځاوه. لوبډلمشر محمد نبي او نوين الحق هم يوه يوه وېکته واخيسته.

افغان لوبډله کې کوم بدلون نه و راغلی او د تېرې لوبې ټول لوبغاړي د دې سيالۍ لپاره غوره شوي وو.

د لوبې له پيل وړاندې، افغان لوبډلمشر محمد نبي، پچ يا ويشتنځای وچ او د منډو جوړولو لپاره ښه بللی و. خو په تېرو سياليو کې هغه لوبډلې بريالۍ شوې چې دويم يې بټېنګ کړی دی.

که څه هم د يو ورځنيو نړيوال جام سياليو کې افغانستان له پاکستان سره لوبېدلی دی خو دا به په شل اوريز نړيوال جام کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ لومړنۍ سيالي وه.

دغه لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه وه، افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې سکاټلنډ ته په لوی توپير ماته ورکړې وه خو پاکستان بیا د دغه ګروپ تر ټولو قوي لوبډلې هند او نيوزيلنډ مات کړي وو.

د اکتوبر پر ۲۵ د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ د همدې لوبې له پیل مخکې د ملي سرود اورېدو پر مهال د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي و نه توانېد احساسات کابو کړي او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې