عمران خان: افغان لوبډلې په نړيوال کرکټ کې چټکه وده کړې ده
افغان لوبډلې په زړه پورې مسابقه وکړه او ده د افغانستان د کرکټ په څير داسې لوبډله نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د خپلې ملي لوبډلې کپتان و، له پاکستانۍ لوبډلې سره د افغان لوبغاړو بېګانۍ لوبه ستايلې ده.
نوموړي پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تیرې شپې لوبې په تړاو لیکلي، چې افغان لوبډلې په زړه پورې مسابقه وکړه او ده د افغانستان د کرکټ په څير داسې لوبډله نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي.
افغانستان د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې پرون خپله لوبه پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر وبایلله.
د افغانستان بله لوبه سبا له نامیبیا سره ده.
د پاکستاني لوبډلې پر وړاندې بېګاني لوبې ته افغانانو هم په ټولنيزو رسنيو کې ګڼ غبرګونونه ښودلي دي.
ډېرو خلکو د طالبانو لخوا د ملي لوبډلې په اړه ویرونکې څرګندونې نقد کړي او ويلي، چې دوی د ملي بیرغ او سرود په پلوۍ په مختلفو بڼو ملي لوبغاړي تهديد کړي او روحيه يې ورته خرابه کړې ده.
د طالبانو يوه مشهور رسنيز غړي جنرال مبين په يوه غږيز کليپ کې ملي لوبډله ګواښلې وه، چې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود د بدرګه کولو له وجې به سزا ورکړي.
طالبانو وروسته دا څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله، خو په اړه يې د کوم اقدام ژمنه ونه کړه.