پاکستان یوځل بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107690-پاکستان_یوځل_بيا_په_افغانستان_کې_د_کورنۍ_جګړې_خبرداری_ورکړ
کال کښې د پاکستان سفیر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د خطر په هکله یوځل بيا خبرداری ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 04:04 Asia/Kabul
  •  پاکستان یوځل بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

کال کښې د پاکستان سفیر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د خطر په هکله یوځل بيا خبرداری ورکړی دی

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په يوه تازه تلويزوني مرکه کې خبرداری ورکړی چې که افغان سياسي لوري د يو ټول شموله حکومت د جوړولو په وسيله د اوسنيو ننګونو په حل ونه توانیږي نو افغانستان به له کورنۍ جګړې سره مخ شي.

پاکستاني سفير د افغانستان له يک ټلوېزيون سره په دې مرکه کې دا ټينګار هم کړی چې له ګاونډيو، سيمې او نړۍ سره ښې اړيکې افغانستان د ښه راتلونکې پر لور بیولې شي.

پاکستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې هم په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پيښيدو خبرداری ورکاوه او ټينګار يې کوه چې د دې جګړې د مخنيوي لپاره بايد طالبان په واک کې شامل کړل شي.

خو طالبانو د پاکستاني سفير خبرداري ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.