په پاکستان کې تودوخه ۴۵ډګرۍ او دبریښناغوڅیداهم شلوګنټوته رسیدلې ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړی دپاکستن دسند او بلوچستان صوبو دځینو سیمو پشمول دپاکستان په زیاتره سوئیلی سیمو کې تودوخه له څلویښت درجو لوړه شوې او دغه وضعیَت هم کابو ترشلو ساعتونو پورې له بریښنا او دسړونکو وسایلو پرته دی . دپاکستان دستروښْارونو او حتی د اسلام اباد ښاریز دمعمول په اساس په شپه ورځ کې اته ساعته په خاموشۍ او له بریښنا پرته تیروی .
پاکستان کلونه کیږی چې دانرژۍ د کمښت له بحرانه کړیږی او د دغه هیواد ځینی مسئولان باو ری دی دانرژ ۍ بحران ددغه هیواد یو لومړنی او خورا اصلی بحران او حتی له ترهه ګرۍ شخړې هم یو لاجدی بحران دی .
تیر کال دسختې تودوخې او دبریښنا دغوڅیدا له امله په یوازې دو یا درو ورځو کې په کراچۍ کې څه دپاسه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ .
دپاکستان حکومت ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۸کال پورې ددغه هیواد انرژۍ مشکلات حل کیږی خو دکارپیژاندو په اند ، دغه تمه له خوشبینۍ زیاته څه نه ده .