پاکستان له ایران سره د تجارت د پیاوړتیا تود هرکلی کوي
پاکستان له ایران سره اوږدې او ګډې پولې لري او له نورو هیوادونو اوسیمو سره په پرتله کې د جغرافیائي ګاونډيتو ب په دلیل باید له خپل ګاونډي ایران سره په تجارت کې لازیات برلاسی ولرل شو .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان دتجارتي کوټو د فیډریشن مشر ناصرحیات پرون په یولړ څرګندونو کې په تهران کې د ایران او پاکستان د تجارتي ګډې کمیټې د نهمې غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت ، له ایران سره د ګډ تجارت د پراختیا او پیاوړتیا په هرکلی سره ، ددغه بهیر دآسانولو لپاره د پاکستان دمرکزي بانګ پر رغنده کړچار ټينګار وکړ.
ناصرحیات د تهران او اسلام اباد دتجارتي او سوداګریزو مشورو باندې دخوښې په ښودلو او په لازیاته اندازه ، له ایران سره دمستقیم تجارت دپراختیا لپاره د پاکستاني پلاوي د هلوځلو په قدرونې سره ، د ایران داسلامی جمهوریت د تجارتي ظرفیتونو څخه دلا زیاتې ګټې پورته کولو لپاره دپاکستان د حکومت د لا اغیزشیندونکو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان دغه تجارتي چارواکي واکوالانو په تیره بیا د پاکستان دمرکزی بانک مشرانو ته په خطاب کې ووئیل و اروپا ،هندوستان ، او چین له ایرانیانو سره له مستقیم تجارته برخمن دي او ولې پاکستان د یوه بل له ظرفیّتونو څخه د استفادې او دمتقابلو اړتیاؤ دتامینولو لپاره له ورته فرصته استفاده ونه کړي .؟ ناصر حیات دغه راز ووئیل ، پاکستان له ایران سره اوږدې او ګډې پولې لري او له نورو هیوادونو اوسیمو سره په پرتله کې د جغرافیائي ګاونډيتو ب په دلیل باید له خپل ګاونډي ایران سره په تجارت کې لازیات برلاسی ولرل شو .
دپاکستان د تجارتي چارو وزارت هم پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تهران کې له ایرانیو اړونده مسئولانو او چارواکو سره د خبرواترو کونکي پلاوي دمشر ا و په تجارتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار له قوله وئيلی دي ، دواړه لوري ، د ورژو دتجارت او دسرحدي بازارچو د جوړولو په اړه سره یوې موافقې ته رسیدلي دي .