داسلام اباد واشنګټن اړیکې له ا نډوله وتلی دی
دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی نن دغه څرګندونې په داسې وخت کې چې دپآکستان دلومړی وزیر دبهرنیو اړیکو ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز هم له امریکا سره د دغه هیواد په اړیکو کې دتاؤتریخوالی درامینځةکیدا په باب دتوضیحاتو دوړاندې کولو لپاره مشرانو جرګې ته ورغلی ؤ ، مطرح کړی او په ډاګه ئې د دواړو هیوادونو داړیکو په ډولوالی خپله اندیښنه اعلان کړه .
ا یرناخبری آژانس راپورورکړی ربانی همداراز دپاکستان د اصلی سیمه ایز سیال په توګه له هندوستان سره د نزدو اړیکو لپاره دامریکا په ګروهنې اندیښنه وښودله . دپاکستان د مشرانو جرګې مشر زیاته کړې ، داسې ښکاری داسلام اباد واشنګټن په دوو اړخیزو اړیکو کې لازیاته دامریکا ملی او امنیتی ګټو ته پام شوی دی او په دغو اړیکو کې دپاکستان ملی او امنیتی ګټې پیکه پاتې شو ی دی .
هغه روښانه کړې دپاکستان د پارلیمان دغړی په توګه په جدی توګه له امریکا سره په ا ړیکو اندیښمن یم .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان دلومړی وزیر ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز هم دمشرانو جرګې د مشر اندیښنې او او ملاحظات سم بللی دی .