شاه محمود قرېشي:
هيڅوک د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کېدو غوښتونکے نه دے
د پاکستان خارجه وزير په اسلام آباد کښې د ټروئيکا غونډه کښې وويل: هيڅوک د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کېدو غوښتونکے دے. د افغان آوا د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي نن په اسلام آباد کښې د ټروئيکا د غونډې په شروع کښې وويل چې هيڅوک نه غواړي چې دوباره کورني جنګ ته د ستنېدو کتونکے وي.
قرېشي د دې په بيانولو سره چې ټول په دې پسې دي چې په افغانستان کښې د کډوالۍ د نوي بحران مخنيوے اوشي، وويل: ټول غواړي چې د افغانستان په دننه کښې له فعالو ټرويسټي عناصرو سره په موثره توګه مبارزه اوشي.
د ټروئيکا غونډه د پاکستان، چين، روسيې او امريکې د استازيوپه شتون سره نن د پاکستان په پائتخت اسلام آباد ښار کښې شروع شو.
په دغه غونډه کښې شرکت کؤنکي کوشش کوي چې په طالب ډلې دباو راوړي چې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو، له ښځو څخه ملاتړ، ښځو ته د حقوقو د ورکولو او د نورو هېوادونو په خلاف د ترهه ګرو ډلو لخوا د افغانستان له خاورې د نه استفادې په شمول په خپلو ژمنو عمل وکړي.