نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني بحران مخه اونيسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108204-نړيواله_ټولنه_دې_په_افغانستان_کښې_د_انساني_بحران_مخه_اونيسي
د پاکستان وزيراعظم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنيوي لپاره دې په خپله ذمه وارۍ عمل وکړي. د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان په خپل يو پېغام کښې د دې خبرې په کولو سره زياته کړه، پاکستان تل د ضرورت په وخت د افغان ولس ترڅنګه ولاړ ؤ او وي به.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 12, 2021 05:52 Asia/Kabul
  •  نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني بحران مخه اونيسي

د پاکستان وزيراعظم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنيوي لپاره دې په خپله ذمه وارۍ عمل وکړي. د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان په خپل يو پېغام کښې د دې خبرې په کولو سره زياته کړه، پاکستان تل د ضرورت په وخت د افغان ولس ترڅنګه ولاړ ؤ او وي به.

د پاکستان وزيراعظم د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي او ورسره پلاوي ته چې اسلام آباد ته يې سفر کړے دے په خطاب سره وويل: پاکستان دغه پلاوي ته اطمينان ورکړ چې له افغانستان سره به تر ممکنه حده ټولې بشردوستانه مرستې وکړي.

عمران خان واضحه کړه چې پاکستان د ژمي د موسم په درشل کښې افغان ولس ته د ضروري خوراکي موادو، طبي او هنګامي سامانونو او نورو مرستو د لېږلو په حال کښې دے.