د پاکستان اویا کلن ښاریز نوی ریکارډ جوړ کړ
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په تاریخ کښې اویا (۷۰) کلن پخ نسیم الدین په یوه (۱) لاس سره د اتلسو (۱۸) مڼو (Apples) په ماتولو سره نړیوال ریکارډ مات کړ .
د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ ښار یوه (۱) پخ (Blacksmith)اویا(۷۰) کلن نسیم الدین د یوه (۱) لاس په موټي سره د مڼو د ماتولو په سیالۍ کښې د انګلستان ښاریز ته په ماتي ورکولو سره د دیارلسو (۱۳) په مقابل کښې اتلس (۱۸) مڼې د لاس په موټې سره ماتې کړې او په اویا (۷۰) کلنۍ کښې د پاکستان په تاریخ کښې په ګینز بک اف ورلډ ریکارډ(Guinness World Record ) کښې یې خپل نوم ثبت کړ .
د پاکستان د کراچۍ ښار دغه وسیدونکی نسیم الدین چې له تیرو پینځوڅلویښتو (۴۰) کلونو راهسې د ویلډینګ یعني جوشکارۍ کار کوي او د وسپنې دروازې او کړکي جوړوي په اویا (۷۰) کلنۍ کښې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې خپل نوم ثبت کړ او یو(۱) نوی ریکارډ یې جوړ کړ .
د ویلوده چې د انګلستان ښاریز ډوني بیکسټر په یوې (۱) دقیقې کښې دیارلس (۱۳) مڼې د لاس په موټي سره ماتې کړي وې