پاکستان له نړیوالو طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه
Nov 27, 2021 02:43 Asia/Kabul
د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره په تعامل سره د افغانستان د خلکو مرسته کولې شي .
د صدای افغان خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی عاصم افتخار په قطرکې د امریکا له استازیو سره د طالبانو دولت د استازیو له خبرو اترو د هرکلی په ترڅ کې وویل د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره په تعامل سره د افغانستان د خلکو مرسته کولې شي .
ټاکل شوی ده د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقی چی په قطر کې موجود دې ، د امریکا او اروپایی اتحادیې له استازیو سره د سیاسی مسلو او د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرې اترې وکړي .
امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلا بیلو پلمو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي دي .
ټیګونه