تاپي پروژه د افغانستان تر باثباته کیدو پورې ځنډیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108900-تاپي_پروژه_د_افغانستان_تر_باثباته_کیدو_پورې_ځنډیږي
یو ‏پاکستاني چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د ثبات تر تامینیدو پورې به د تاپي پروژې چارې وځنډیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 04:12 Asia/Kabul
  • تاپي پروژه د افغانستان تر باثباته کیدو پورې ځنډیږي

یو ‏پاکستاني چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د ثبات تر تامینیدو پورې به د تاپي پروژې چارې وځنډیږي

د پاکستان د اقتصاد وزیر عمر ایوب خان د روسیې تاس خبري اژانس ته په مرکه کښې د دې ځنډ وجه، په افغانستان کښې د نړیوال بانک د نمایندګۍ نه موجودیت او دغه راز له افغانستان څخه د یادې پروژې د اړوندو یو شمېر تخنیکي ظرفیتونو وتل وبلل.

د ده په وینا، د یادې پروژې د چارو د بیا پيل په اړه به له وضعیت روښانیدو وروسته پریکړه وشي.

تاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د نل لیکې ګډه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هندوستان ته منتقلوي.

خو دغه پاکستاني چارواکي نه دي ویلي چې د دې پروژې د ځنډ پریکړه په ګډه شوې او که یوازې دوی په دې اړه دغه نظر ورکړی دی.

د ټاپي پروژې له اړخه افغانستان ته د کال تر ۵۰۰ میلیونه پورې امریکایي ډالره عاید په لاس ورتلی شي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکښې یې د یادې پروژې د چارو د دوام خبر ورکړی و او په دې اړه یې د جدي هڅو ژمنه کړې وه.