پاکستان له بنګله دیش نه وړومبې ټسټ وګټه
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم په ټي ټوینټي کښې له بري وروسته، په ټسټ لوبه کښې هم بنګله دیش ته ماتې ورکړه
د بنګله دیش ټیم د دوو ټسټ لوبو د سیریز په وړومبۍ سیالۍ کښې د ټاس په ګټلو سره وړومبې د بیټنګ کولو فیصله وکړه او په اول اننګ کښې یې ۳۳۰ منډې وکړې.
په ځواب کښې د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۸۶ رنز وسوځیدله.
په دویم اننګ کښې بنګله دیش یوازې ۱۵۷ منډې جوړې کړې شوې چې د پاکستان ټیم د لوبې په وروستۍ یعنې پنځمه ورځ د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۳ رنز وکړل او د بنګله دیش له خوا ورته ایښودل شوی هدف یې پوره کړ.
داشان پاکستان د کوربه هیواد بنګله دیش له ټیم څخه د دوو ټسټ سیالیو په سیریز کښې د ۱-۰ برتري ترلاسه کړه.
د ویلو ده چې پاکستان له دې مخکښې په شل اووریزو سیالیو کښې هم د بنګله دیش ټیم ته درې پرله پسې ماتې ورکړې وې.