په پاکستان کښې د پنځو ترهګرو د اعدام حکم صادر شو
May 13, 2016 12:16 Asia/Kabul
په پاکستان کښې تیر کال د شیعه مسلمانانو په یو بس باندې د حمله کونکو د پانسۍ حکم تائید شو.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف پرون د هغو پنځو ترهګرو د اعدام یا پانسۍ حکم تائید کړ چې تیر کال د کراچۍ په صفورا سیمه کښې د شیعه و په یو بس باندې د خونړۍ حملې په شمول یې په مختلفو ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم سلیم باجوا پرون پخپله ټویټر پاڼه کښې د دغه خبر د تائیدولو په ترڅ کښې زیاته کړه: د یادو شویو حکمونو جوت والی ته په پام سره دغه پنځه کسان به ډیر زر اعدام او پانسی کړی شی.