هندي محصولات یوازې په پاکستانیوګاډوکې افغانستان ته ټرانزټ کیدلی شي
Dec 01, 2021 01:48 Asia/Kabul
داپه داسې حال کې دي چې هندي حکومت هڅه کوي ، ددغو محصولاتو د منتقلولو لپاره له خپل ټرانسپورټه استفاده وکړي .
روئيټرز خبری اژانس راپور ورکړ، پاکستان افغانستان ته دهندي محصولاتو دټرانزیټ د آسانتیاؤ لپاره نوي شرائط اعلان کړل .
په راپور کې وئیل شوي دي ، دپاکستان حکومت پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان ته د هندوستان د درملو او غنمو پنځوس ټنیزه جوپې ټرانزیټ یوازې د پاکستانیو کنټینرو په وسیله ممکن وبالۀ.
داپه داسې حال کې دي چې هندي حکومت هڅه کوي ، ددغو محصولاتو د منتقلولو لپاره له خپل ټرانسپورټه استفاده وکړي .
له دې مخکې د هندوستان خارجه وزارت وئیلي وو ،پاکستان باید افغانستان ته د انسان دوستۍ مرستو دلیږدولو لپاره کوم شرط ونه ټاکي .
ټیګونه