پاکستان له ایران سره د خپل تجارت د لارې خنډونه لرې کوی
May 13, 2016 13:15 Asia/Kabul
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل: له ایران سره د پاکستان د تجارت په لاره کښې د پرتو ستونزو هوارول په وړومبیتوب کښې دی.
د ایرنا د خبر له مخې خرم دستګیر خان د پاکستان له اقتصادی او سوداګری فعالانو سره په یوه غونډه کښې ډاډ ورکړ چې د بانکی مسائلو په شمول له ایران سره د تجارتی ملګرتیاو د زیاتولو په لاره کښې موجودې ستونزې به د یو ډیر اصلی وړومبتوب په توګه هواری کړی.
خرم دستګیر خان د پاکستان د سوداګرانو د ټولنې له مشر وحید احمد او د دغه هیواد د میوو او سبزیانو د یوشمیر صادرونکو او واردونکو په کتنه کښې د اقتصادی او تجاری فعالانو له ستونزو خبر کړی شو او هغه هم ډاډ ورکړ چې دغه ستونزې به هوارې شی.