د پاکستان په کویټه کښې د بمی چاودنې مخه ونیوله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i10918-د_پاکستان_په_کویټه_کښې_د_بمی_چاودنې_مخه_ونیوله_شوه
د پاکستان امنیتی چارواکو د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د یو بم د شنډولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2016 13:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کویټه کښې د بمی چاودنې مخه ونیوله شوه

د پاکستان امنیتی چارواکو د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د یو بم د شنډولو خبر ورکړ.

د ریډیو پاکستان د خبر له مخې د دغه هیواد امنیتی چارواکو نن وویل چې ترهګرو د کویټې ښار په یوسړک کښې بم ښخ کړی و چې د پاکستانی چارواکو په عملیاتو سره موندل شوی او شنډ کړی شو.

د پاکستان امنیتی چارواکو څرګنده کړې چې د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د دې بم ایښودنې د عاملانو د نیولو لپاره عملیات دوام لری.

په کویټه کښې د بلوچستان پوهنتون مخې ته د سه شنبې په ورځ د یو بم په چاودنه کښې هم لږترلږه دوه پولیس وژل شوی او لس تنه نور زخمی شوی وو.