په پاکستان کښې د اومېکرون خپرېدو له خطره د پاکستان اندېښنه
(last modified Sat, 04 Dec 2021 01:18:31 GMT )
Dec 04, 2021 05:48 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د اومېکرون خپرېدو له خطره د پاکستان اندېښنه

د کورونا د نوي شکل وائرسو نړيوالې خپرېدنې خبرونو په پاکستان کښې هم اندېښنې زياتې کړې دي.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د دې باوجود چې په پاکستان کښې د کورونا په نوي شکل اومېکرون وائرسو د چا د اخته کېدو څه رپوټ لا نه دے خپور شوے خو په نړيواله سطح د دغو وائرسو د خپرېدو خبرونو په پاکستان کښې اندېښنې زياتې کړې دي.

په داسې حال کښې چې په پاکستان کښې په دې ورځو کښې په تېرو دوو کلونو کښې په کورونا د اخته کېدو او مړينې شمېر ډېر کم شوے دے د دغو وائرسو د نوي شکل اومېکرون له خطره د مخنيوي لپاره هلې ځلې شروع شوې دي.

په همدې لړ کښې تېره ورځ د پاکستان د پلاننګ وزير استد عمر په مشرۍ د کورونا د ملي کمېټۍ غونډه اوشوه چې پکښې د اومېکرون د کنټرولو لپاره د نويو تدابيرو د غوره کولو په ضرورت تاکيد اوشو.

په دغه غونډه کښې فېصله اوشوه چې د هغو کسانو لپاره چې لا يې وېکسين نه دي لګولي په ترجيحي بنياد په ټول هېواد کښې د وېکسينېشن عمل چټک او لازمي شي او د دې ترڅنګه له خلقو هم وغوښتل شول د روغتيائي او احتياطي تدابيرو خيال دې وساتي.

په همدې لړ کښې د معالجاتي عملو او له پنځوسو کلونو زيات عمر کسانو ته د تقويتي وېکسين يعنې دريم ډوز وهلو کار له پرون  څخه په ټول هېواد کښې شروع شو.

له بلې خوا د پاکستان د هوائي چلن ادارې تر بلې اطلاع پورې دغه هېواد ته د هانګ کانګ په شمول د شپږو افريقائي هېوادونو په الوتونو بنديز ولګوۀ.

په پاکستان کښې له کورونا سره د مبارزې ملي کمېټۍ پرون اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې تقريباً درې سوه يو نوي کسان په کورونا اخته شوي او اته تنه بيماران هم مړۀ شوي دي.