د افغانستان ترینګلی حالات دپاکستان او ایران لپاره مشکل راولاړوي
عمران خان پخپلې وینا کې امریکا ته په خطاب کې ووئيل ،ترڅو چې دوي واقعیّت درک نه کړي ، چې د افغانستان شتمنۍ آزادې او ددغه هیواد د بانکي نظام د فعالیت اجازت ورکړي ،د افغانستان د ولس حالات به لابدتر شي او نتیجې به ئې د نورو ګاونډیو هیوادونو لمن هم راګیره کړي .
زمونږخبریال د ایکنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر د امریکا په وسیله دافغانستان د شتمنیو د تړلو په دوام په نیوکو اوپه دغه ګاونډي هیواد کې په انساني بحران په انديښنې څرګندولو سره ووئيل ، د افغانستان د حالاتو خرابیدا به دوو نزدو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران لپاره مشکل جوړونکي وي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د ؛سوله ایزې او پياوړي جنوبی ایشیا ؛ په عنوان سره د ۲۰۲۱کال په اسلام اباد کنفرانس کې پخپلې وینا کې چې د اسلام اباد دسټراټژيکو مطالعاتو د اکاډمۍ په اهتمام سره ترسره شوي ، دافغانستان حالات اندیښمونکي وبلل او ددغه هیواد له ولس سره ئې دمرستې لپاره د نړیوالو د بیړې او چکټتیا غوښتنه وکړه .
عمران خان پخپلې وینا کې امریکا ته په خطاب کې ووئيل ،ترڅو چې دوي واقعیّت درک نه کړي ،چې د افغانستان شتمنۍ آزادې او ددغه هیواد د بانکي نظام د فعالیت اجازت ورکړي ،د افغانستان د ولس حالات به لابدتر شي او نتیجې به ئې د نورو ګاونډیو هیوادونو لمن هم راګیره کړي .
هغه په دوام کې ووئيل په افغانستان کې دګډوډیو د زیاتیدا اغیزې به پاکستان اوایران ته هم متوجه شي او مونږ به د پناه غواړو له ستر چیلنج سره مخامخ شو. دپاکستان لومړي وزیر همداراز ووئيل ،اصلی بحث، په افغانستان کې د څلویښت میلیون خلکو په مشکلاتو غور کول دي او که نړیواله ټولنه سملاسی مثبت رول ونه لوبوي ، نو درسته سیمه او نړیوال هیوادونه به په افغانستان کې د انساني بحران او بې ثباتیو له امله له سختو او جدي مشکلاتو سره مخ شي .