عمران خان:
د امریکې او چین ترمینځ یو سوړ جنګ پیلیدونکی دی
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د هغو (بلاکونو) د ملاتړ پر ځاې چې د ساړه جنګ رایادونکي دي، غواړي د امریکې او چین ترمینځ د شخړې په ختمولو کښې مرسته وکړي
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د هغو (بلاکونو) د ملاتړ پر ځاې چې د ساړه جنګ رایادونکي دي، غواړي د امریکې او چین ترمینځ د شخړې په ختمولو کښې مرسته وکړي
عمران خان په اسلام آباد کښې په یو سیمه ایز امنیتي سیمینار کښې په خپله وینا کښې وویل: د چین او امریکې ترمینځ سیالي د یو سوړ جنګ په لور روانه ده او نوي بلاکونه په جوړیدو دي.
هغه وویل: پاکستان نه غواړي چې د امریکې او شوروي ترمینځ د سوړ جنګ د پړاؤ په شان چې اسلام آباد په کښې د امریکې په مشرۍ د لویدیځ ائتلاف ملاتړ وکړ، په یوې بلې سړې جګړې کښې ښکیل شي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان باید د دغو بلاکونو د جوړیدو د مخنیوي لپاره خپل پوره پوره کوشش وکړي. پاکستان په ۸۰ میلادي لسیزې کښې د شوروي له خوا د افغانستان په نیواک کښې هم د افغانستان د مقاومتي ځواکونو لپاره یوه اډه وه، د هغو ځواکونو لپاره چې د امریکې ملاتړ یې درلود او د (جهادِ اسلامي) په نامه پيژندل کیدل.
عمران خان دا څرګندونې یوه ورځ پس له دې وکړې چې حکومت یې وویل: د امریکې په مشرۍ د ډیموکراسۍ په هغې غونډې کښې به ګډون ونه کړي چې تایوان ته په کښې د ګډون بلنه ورکړې شوې ده خو چین یې نه دی وربللی.