ایران اوپاکستان په سیمه یزو موضوعګانوکې مهم رول لوبوي
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دخارجه وزیرانو په بیړنۍ اولسمې غونډې کې د ګډون ترڅنګ د پاکستان پشمول د مختلفو هیوادونو له خارجه وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم جلاجلا لیده کاته وکړل .
ایرناخبري آژانس راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د پاکستان له لوړروتبه چارواکو سره د دوواړخیزو لیدوکاتو په دوام کې په پنډۍ ښار کې د دغه هیواد پوځ له عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وکتل .
په دغې کتنې کې حسین امیر عبداللهیان او د جنرال قمر جاوید باجوه په سرحدي او امنیتي حوزو کې د ایران اوپاسکتان د دوواړخیزو ملګرتیاؤ سره داړونده ترټولو وروستي بدلونونه وارزول .
دواړو لورو د سیمه ایزو پیښو په تیره بیا د افغانستان د حالاتو په بحث کې یوه بل لیدتوګې سره شریکې کړې .