دپاکستان او امریکا ترمینځ داړدیکو ترینګلتیاوې
دپاکستان دخارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز چې ددغه هیواد مشرانو جرګې کې ئې وینا کوله ویلی دی ، دامریکا او پاکستان اړیکې له تیرو درو میاشتو کې دامریکا له خوا د اتو ایف شپاړس ډوله الوتکو په اخستو کې دمرستو یا سبسډۍ دکمولو په دلیل ترینګلی شوی دی.
زمونږخبریال راپورراکوی، دپاکستان دلومړی وزیر په بهرنیو چارو کې سلاکار سرتاج عزیز په وینا ، نواز شریف او دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف امریکا ته سفرونه کړی او په تیرو درو کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې ښې شوی وې او دامریکا ولسمشر له نوازشریف سره په کتنې کې ژمنه کړې وه چې داتو ایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو په اخستو کې به دهغوی داخستو اویا فی صدی پیسې دهغه دحکومت له خوا ورکړل شی چې ټوله اوه سوه میلیون ډالره وې ، خو دامریکا کانګرس دغه مرستې د هغه داکټر شکیل افریدی له خوشی کولو او هغوی ته په سپارلو سره مشروطې کړی چې له امریکا سره ئې داسامه بن لادن په پیژندلو کې مرسته کړې وه او همداراز له ایټمی قضیې سره هم اړونده کړی دی چې دا دواړه غوښتنې پاکستان نه دی منلی .
دسرتاج عزیز په وینا، له حقانی چینل سره دجدی چلند غوښتنه او همداراز په امریکا کې دهندی لابۍ فعالیتونه هم نشی هیرولی . دپاکستان دخارجه چارو ځانګړی سلاکار په دې باب ویلی دی ، که امریکا دپاکستان په باب پخپل سیاست ټینګار کوی نو دغه هیواد هم مجبوره دی خپلې امنیتی اړتیاوې له نورو ځایونو تامین کړی .
باید هیره نشی چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوې شننې کې پاکستان دافغانستان دناکراریو مسئول بللی او لیکلی ئې دی ، پآکستان دافغانستان او امریکا په وړاندې دوه ګوڼی سیاستونه لری ، چې دغه مقاله په ا مریکا کې دپاکستان دسفیر عباس جیلانی له سخت عکس العمل سره مخامخ شوی دی . هغه ویلی دی ، داپاکستان دی چې په افغانستان کې دناکراریو له امله ئې دنورو هیوادونو په نسبت زیات تاوانونه لیدلی دی ،خو له ټولو تاوانونون ا و کړاؤنو سره سره بیا هم له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په وړاندې په دوه ګوڼه سیاست تورنیږی . دکابل پوهنتون دیوه استاد او دکابل دسرنوشت ورځپاڼې مسئول مدیر ښاغلی اسد ا... وحیدی یه دې باب دتهران ریډیو پښتو خپروڼې ته ویلی دی ، دپاکستان په وړاندې دامریکا سیاست تل ټیټې هسکې درلودلی دی او اوس هم یو ځل بیا په پاکستان د ایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو دخرڅلاؤ موضوع ډیره ګرمه ده . د دې لپاره چې که دامریکا حکومت له پاکستان سره دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو په خرڅلاؤ کې مرسته و نه کړی ، نو بیلابیلې پلمې لټول کیږی . کله وائی پاکستان له ترهه ګرۍ ملاتړ کوی او کله هم یوه بله موضوع مطرح کوی یا همدااوس هم دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو دخرڅولو لپاره ممکنه ده نوره شرطونه وټاکی او له پاکستانه ځینی غوښتنې ولرل شی . دکابل پوهنتون دغه استاد دپاکستان او امریکا رابطه دارباب او رعیّت رابطه وبلله او او وې ویل ، امریکا کله وغواړی پاکستان ته څه شی ورکړی ، نو دهغه په بدل کې سترې غوښتنې ورځینی کوی . هغه دامریکا او هندوستان اړیکو ته په اشارې سره هم وویل ، که څه هم امریکا غواړی دپاکستان په خاطر هندوستان خپه نه کړی ، ځکه له هندوستانه د چین په مقابل کې استفاده کوی ،خو په ټول کې امریکا غواړی دغه دواړه هیوادونه یعنی هم پاکستان او هم هندوستان له لاسه ورنه کړی . البته په دوی کې هر یو هیواد ته د خپل وزن په اساس ګوری او هندوستان ته غټه نواړۍ ( لقمه ) او پاکستان ته هم واړه نوړۍ ورکوی . د ښاغلی اسد ا... وحیدی په وینا ، امریکا له پاکستانه زیاتره په پوځی او ترهه ګرو زمینو کې استفاده کوی او هرچرته چې ضرورت شی ،نو د پآکستان په وسیله ترهه ګرې ډلې راپنځوی ، او که بیا اړتیا ووینی نو دترهه ګرو په ضد له همدغه پاکستانه بیا استفاده کوی .
(عاشق حسین طوری )