پيښور کښې درې داعشي ترهګر هلاک شول
Dec 21, 2021 04:16 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د پاکستان امنیتي ځواکونو په پيښور کښې د داعش ډلې درې ترهګر وژلي دي
د پاکستان امنیتي ځواکونو په پيښور کښې د داعش ډلې درې ترهګر وژلي دي
وژل شویو ترهګرو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د څو چاودنو او د پولیس چارواکو د وژلو د عملیاتو پلانونکي وو.
د پيښور ښار د پولیسو مشر رسنیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کښې په پيښور کښې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم مشر هم وژل شوی دی.
د ویلو ده چې داعش ترهګره ډله په عراق او شام کښې له بیابیا ماتو او له لاسه یې تر خپل کنټرول لاندې ټولو سیمو له وتلو وروسته د نړۍ په نورو کمزورو سیمو کښې د نفوذ په لټه کښې ده.
ټیګونه