په کوئټه کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
Dec 31, 2021 05:28 Asia/Kabul
بېګا د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول او شپاړس نور هم ژوبل شول.
د اېرنا د رپوټ له مخې دغه چاودنه د کوئټې ښار په جناح سړک کښې د سائنس کالج په ګېټ کښې اوشوه
دغه ترهه ګريزه چاودنه په داسې حال کښې رامنځته شوه چې د محصيلينو د جمعيت نظرياتي تنظيم غړي له يو لړ مراسمو وروسته له کالجه راوتل. تراوسه چا کس يا ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
بلوچستان صوبه د پاکستان يوه ناامنه صوبه ده چې پکښې اکثر داعش، جهنګوي لښکر، سپاه صحابه، تحريک طالبان او جماعت الاحرار غوندې ترهه ګرې ډلې فعاليتونه کوي.
ټیګونه