په پاکستان کې د اسلامي وحدت غونډې ترسره کیدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110396-په_پاکستان_کې_د_اسلامي_وحدت_غونډې_ترسره_کیدا
د ګډو دښمنانوپه وړاندې د غږملتیا ضرورت ، د اسلامي مذهبونو دپیروانو ترمینځ د سالمو خبرو اترو لپاره له سپکاوي او لانجو لیرې فضا رامینځته کول او د اسلام د دښمنانو د درز اچونکیو دسیسو په ډاګه کول د دغې غونډې له مهمو چورلیزونو وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2021 13:08 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د اسلامي وحدت غونډې ترسره کیدا

د ګډو دښمنانوپه وړاندې د غږملتیا ضرورت ، د اسلامي مذهبونو دپیروانو ترمینځ د سالمو خبرو اترو لپاره له سپکاوي او لانجو لیرې فضا رامینځته کول او د اسلام د دښمنانو د درز اچونکیو دسیسو په ډاګه کول د دغې غونډې له مهمو چورلیزونو وو

د اسلامی وحدت غونډه د  اسلامي مذهبونو د نزدې والي ټولنې مشر حجت الاسلام والمسلمين حميد شهرياري او د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق  په  شتون سره  په لاهور کښې ترسره شوه .

د ګډو دښمنانوپه وړاندې د غږملتیا ضرورت  ، د اسلامي مذهبونو دپیروانو ترمینځ د سالمو خبرو اترو لپاره له سپکاوي او لانجو لیرې فضا رامینځته کول او د اسلام د دښمنانو د درز اچونکیو دسیسو په ډاګه کول د دغې غونډې له مهمو چورلیزونو وو .په اسلامی نړۍ کې سیاسی ټولنې په لاهور کې د اسلامي وحدت د غونډې ترسره کیدا د شیعه او سنی د وحدت ښکلې ورایښت بولي چی پیاوړتیا یې له بل هر وخت زیاته احساسیږي . حاضر دمه اسلامی نړۍ له ډیرو مشکلاتوسره مخامخ ده چی اوارې یې یوازې د مسلمانانو ترمینځ په وحدت سره امکان لری . ځکه چی استعماری هیوادونه چی له بشري حقوقو د دفاع تش په نامې شعار ورکوی ،یوازې په خپلو ګټو فکر کوی او نورو ټولنو لپاره هیڅ ارزښت ته قایل ندي .

حجت الاسلام والمسلمين شهرياري د اسلامي وحدت په غونډې پ

کې وويل د اسلامي نړۍد نفوذ لرونکو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو ختمېدل د اوسنيومشکلاتو له کمولو او د اسلام شان او مقام له لوړتیا، نیکمرغۍ او د سوکالۍلورته له حرکت سره زياته مرسته کوي.

سراج الحق هم د اسلامي وحدت په غونډه کښې د ايراني پلاوي د شتون او د اسلامي مذهبونود نزدې والی د نړيوالې ټولنې د مشر د څرګندونو په قدرونې سره وويل مونږ د اسلامي نړۍ له مسائلو سره د مرستې او مسلمانو ملتونو د سوکالۍاو سعادت لپاره د ملګرتيا لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت په مهم رول باورلرو.

حاضر دمه د افغانستان مسله او انسانی مرستو ته د دغه هیواد زیاتیدونکی اړتیا د اسلامی نړۍ سملاسی مشکل دې چی اسلامی عالمان څه شیعیان او څه اهل سنت باید د ورځې د شرایطو په درک کولو او په اتحاد او وروګلوۍ سره د هغوپه اوارولو کې مرسته وکړي . پر دې سربیره په میانمار کې د روهنیګیا مسلمانان هم د اسلامی نړۍ  له مشکلاتو دي چی له بده مرغه په وروستیو کلونو کې د هغو دمشکلاتو د اواري لپاره جدی هڅې ندي شوي  او دغه موضوع د اسلتمي نړۍ د چیلنجونو له لیری کولو سره د مرستې لپاره د اسلامي عالمانو مسولیت له مخکې زیات درنوی .

په دې زمینه کې د مذهبي مساییلو کارپیژاندې حجت الاسلام غلام حسین شهسواری باوری دې ، اسلام د وحدت ، یوزړه والی او پیوستون دین دې . د اسلام د دښمنانو تر ټولو ستره وسله او اوزار درز اچول دی او تل په دې پسې دي تر څو په درز اچولو سره خپل سپیره هدفونه تعقیب کړي .

په هر حال په لاهور کې د اسلامي وحدت غونډې ترسره کیدا ښی چی اسلامی نړۍ په خپل مینځ کې د وحدت دپیاوړتیا لپاره ډیر وس او ظرفیتونه لري او همدغه موضوع د اسلام دښمنان له مخکې زیات اندیښمنوي . د وهابیت په شان د تاوتریخوالی غوښتونکیو فرقو د هلوځلو مخنیوې چی یوازې په اسلامي ټولنو او پخپله پاکستان کې د جنګ  ، درز او وینې بهولو کرښه تعقیبوی ، په اسلامی ټولنو کې د وحدت دپیاوړتیا په ترڅ کې د اسلام غلیمان په وحدت د ګوزار ورکولو لپاره له مخکې زیات ناهیلي او په عین حال کې د افغانستان او میانمار په شمول په بیلا بیلو سیمو کې مسلمانان د خپلو مشکلاتو اواري ته زیات هیله من کولې شي .